IQNA

د ماسکو مفتي وائي د روسیې په پلازمینې  او شاوخوا کې کابو دوه لکه کسان د اختر لمونځ  ادا کوي

6:31 - April 10, 2024
د خبر لمبر: 3489028
ایکنا -   په روسیې کې  څه ډپاسه پنځلس میلیون مسلمانان ژوند کوي ، چې زیاتره ئې په ولګا او اورال  سیمو کې  او ځیني نور  د روسیې په اروپائي برخې سیبریا او شمالي قفقاز کې ژوند کوي.

ایکنانیوز له روسیا الیوم  له قوله راپور راکړ د  ماسکو مفتي په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ، نن یعني په چارشنبې ورځې به  په ماسکو او شاخوا کې کابو دوه لکه  مسلمانان د روژې دمبارکې میاشتې نیکمرغه اختر   لمونځ  ترسره کړي.

په راپور کې ويل شوي دي ، د روسیې د مسلمانانو دمعنوي شورا مرستیال مشر  او د ماسکو سیمې مفتي  روشان عباسوف  په یولړ څرګندونو کې ووئیل،  اټکل کیږي ،  په ماسکو او شاخوا  کې به د نیکمرغه اختر  په لمانځه کې  د لمونځ ګوزارو شمیر  کابو دوو لکو کسانو ته ورسیږي.

عباسوف  ووئيل، دماسکو حکومت اټکل کوي ، چې  په کوچني اختر لمانځه کې به له یو نیم  لک رانیولې تر دوو لکو پورې کسان  د اختر په لمانځه کې ګډون وکړي.

د روسیې د پلازمینې ماسکو په نورو   او شاوخوا سیمو کې د مسلمانانو شمیر کابو یو لک کسانو ته رسیږي.  هغه دې ته په اشارې سره چې  کابو پنځوس  نور  اضافي ځایونه هم تیار کړئ شوي دي ، اټکل کیږي ،چې د لمونځ ګوزارو شمیر نوره هم زیات شي.

 عباس اوف روښانه کړې ده ،  دهغو کسانو لپاره چې  جوماتونو ته نشي تللی ، هم په ژوندئ بڼه  لمونځ  ترسره کیږي. هغه په عین  حال کې  له مومنانو وغوښتل ، د جوماتون ونظم دې وساتي  او د امنیت د ساتلو لپاره د امنیتی چارواکو  غوښتو ته پام وکړي.

د باشکري ،تاتارستان او چیچنیا په څير ځیني اسلامی جمهوریتونه  هم نن په رسمي توګه اختر لمانځي.

 وئيل کیږي،  په روسیې کې  څه ډپاسه پنځلس میلیون مسلمانان ژوند کوي ، چې زیاتره ئې په ولګا او اورال  سیمو کې  او ځیني نور  د روسیې په اروپائي برخې سیبریا او شمالي قفقاز کې ژوند کوي.

د روسیې په ، ولګا سیمې ، اورال سیمې او سیبریا اروپائي برخې کې زیاتره مسلمانان  په تاتار او باشکري ملیّتونو سره آباد دي .په  دغو سیمو او دغه راز په شمالي قفقاز کې زیاتره مسلمانان ، حنفی،شافعي ،صوفي تقشبندي  او قادري  مسلمانان ژوند کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4209774

captcha